د نورستان او کونړ ولایتونو د ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
Wed, Jan 03 2024 3:06 PM
یی

د هېواد د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره د درسي کتابونو د وېش په پیل سره، اوسمهال د نورستان ولايت د ښوونځيو پر زده کوونکو د درسي کتابونو د وېش لړۍ، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، د یاد ولايت د پوهنې رئيس مولوي تاج محمد مطمئن، د ولايت مقام مرستيال فيصل مختار، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، يو شمېر مسئولينو او علماوو په حضور کې پيل شوه. 
د نورستان ولايت پوهنې رئیس په تدريسي بهير کې د درسي کتابونو د اهميت په څرګندولو سره وويل: د یاد ولايت پوهنې رياست لپاره د درسي کتابونو ټول سهم ٢٤٧زره٢٠٠ ټوکه وو، چې په لومړي پړاو کې ٩٧ زره ٩٤١ ټوکه کتابونه زده کوونکو ته وېشل شوي او اوسمهال د پاتې ١٤٨ زره ٣٧٢ ټوکو په رارسېدو سره د دويم پړاو کتابونو د وېش لړۍ پيل شوې ده.
د یادونې وړ ده، تېره ورځ هم د کونړ ولایت پوهنې رئیس او د سيمه ييزو ادارو د مسئولینو په ګډون ورته مراسم جوړ شوي وو، چې په ترڅ کې يې د دغه ولايت د ښوونځيو لپاره د درسي کتابونو د وېش لړۍ رسماً پيل شوه.
د کونړ ولایت پوهنې ریاست د مسئولینو په وینا، د یاد ولایت لپاره د درسي کتابونو ټول سهم ۸۲۵ زره ۳۷۷ ټوکه وو، چې په لومړي پړاو کې یې ۲۰۷ زره ۵۹۰ ټوکه وېشل شوی وو او اوس یې د پاتې ۵۹۵ زره ۴۹۸ ټوکو کتابونو د وېش بهیر په تازه ډول پیل شوی دی.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS