په ننګرهار ولايت کې د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړيکو رياست تر څارنې لاندې د ختیځ زون د پوهنې نشراتي مديريت کارکوونکو لپاره درې ورځنى ښوونيز ورکشاپ پاى ته ورسېد

media-moe
Sat, Jan 13 2024 8:47 AM
122

په ننګرهار ولايت کې د پوهنې وزارت اړوند د ختیځ زون د پوهنې نشراتي مديريت کارکوونکو لپاره، د ياد وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رياست تر څارنې لاندې درې ورځنى ښوونيز ورکشاپ پاى ته ورسېد.

د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رياست پلاوي ګډون والو ته وويل: له ياد ور کشاپ يې اساسي موخه، د ننګرهار، نورستان، لغمان، او کنړ ولايتونو د نشراتو، کتابونو وېش، ګدامونو مديريت او عامه پوهاي برخو کې د پوهنې کارکوونکو د وړتياوو لوړول وو.

همدارنګه د دغه درې ورځني ورکشاپ په بهير کې د پوهنې وزارت د مسئولينو له لوري ګډون والو ته د معياري خبر ليکلو، کتابونو وېش، عامه پوهاوي، چاپي رسنيو، ګدامونو مديريت او د نشراتو رياست د عمومي کړنو په برخو کې پرېزنټېشنونه وړاندې شول.

د يادولو وړ ده، دا ډول ورکشاپونه چې د يوه مرستندويه بنسټ له لوري تمويليږي، تر دې وړاندې د شمالي، مرکزي، سويل ختيځ، سویل لوېدیځ او ختیځ زونونو اړوند ولايتونو لپاره داير شوى وو.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS