د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د کابل ښار له يو شمېر لېسو څخه لیدنه وکړه

media-moe
Sun, Apr 28 2024 10:57 AM
963

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست د ځانګړي پلان له مخې، نن د یاد ریاست پلاوي د کابل ښار له پوهاند عبدالشکور عالي لېسې او د بګرامي ولسوالۍ د يوشمېر خصوصي ښوونځيو څخه د ليدنې پرمهال، ښوونکو او زده کوونکو ته دیني ارشادات وړاندې کړل.

همدارنګه یاد پلاوي د ټولنې په اصلاح کې د دیني لارښوونو پر رول هراړخیزې خبرې وکړې، ښوونکو او زده کوونکو ته یې لارښوونه وکړه، چې په خپلو ورځنیو چارو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» سنت او تګلاره عملي کړي.

د يادو لېسو مسئولينو د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونو هرکلى وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د یاد وزارت د مشرتابه او د دغه رياست له لارښوونو سره سم به خپلې ورسپارل شوې چارې پرمخ وړي او د دیني درسونو په حلقو کې به په جدي ډول برخه واخلي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS