د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري ریاست د کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ شو

media-moe
Wed, May 08 2024 12:36 PM
1522

د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري ریاست له خوا، د یاد وزارت د کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ شو.

د یاد سیمینار پرانیسته د الهي سپېڅلي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس مولوي صدرالدین سعد، د مسلکي زده کړو د اهمیت په برخه کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، یاد سیمینار به ۱۲ ورځې دوام وکړي او د روزونکو له لوري به د مالي، ادارې، حسابداري او د معاشونو د اجراآتو په برخو کې ګډون والو ته مسلکي روزنه ورکړل شي.

دغه راز نوموړي د سیمینار له ګډون والو وغوښتل، تر څو په اداري برخه کې د پوهاوي او روزنې د کچې د لوړولو په موخه، له ورکړل شویو فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړي او هغه څه چې زده کړي یې دي، له نورو سره هم شریک کړي.

ګډون والو هم د مسلکي وړتیاوو لوړولو په برخه کې دا ډول پروګراونه اغېزمن وبلل او د پوهنې وزارت له مشرتابه یې مننه وکړه چې د دوی د وړتیا لوړولو لپاره یې د زده کړو آسانتیا برابره کړې ده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS