د بلخ ولایت په ښوونځیو کې د ۱۰ پروژو عملي چارې پيل شول

media-moe
Sat, Jun 01 2024 1:58 PM
الب

په بلخ ولایت کې د ۴۷،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰ پروژو عملي چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د پوهنې ریاست مشرتابه، د سیمه ییزو ادارو د مسئولینو، علماوو او قومي مخورو په حضور کې پیل شوې.

په يادو پروژو کې: د دغه ولایت د نهرشاهي، دهدادي، بلخ، چهاربولک، چمتال او زاري ولسوالیو په ښوونځیو کې احاطوي دېوالونه، د څښاک پاکو اوبو څاګانې، د لمریزې برېښنا د سیسټم فعالول او نور ملحقات شامل دي، چې لګښت يې د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ له خوا ورکړل شوی دی.

د بلخ ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهيدخېل د يادو پروژو پلي کېدل مهم او حياتي وبلل او د هغو پر ژر پلي کېدو يې ټينګار وکړ.

په پای کې د يادو پروژو عملي چارې د بنسټ ډبرې له اېښودلو سره په رسمي توګه پيل شوې.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS