د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بدخشان ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
Mon, Dec 23 2024 11:49 AM
12

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس مولوي غلام ربي «رباني» بدخشان ولایت ته په رسمي سفر ولاړ او په پلان کې ده چې نوموړی د یاد ولایت د پوهنې ریاست اړوند بېلابېلو څانګو له کړنو او دندو څخه څارنه او ارزونه وکړي.

دغه پلاوي د بدخشان د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د کتنې پرمهال، د پوهنې په برخه کې کار کول عبادت وبلل او ټینګار یې وکړ چې د یاد ولایت خلک د ډېرو سختیو او ستونزو له امله د لا ښو او ګټورو خدمتونو مستحق دي.

په دې کتنه کې د بدخشان ولایت پوهنې ریاست سرپرست او د سرچینو او ادارې آمر قاري عبدالهادي «هادي» د څارنې او ارزونې رئیس او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ټینګار وکړ، چې دغه اداره د پوهنې د کیفیت لاښه والي په برخه کې خپلې ټولې هڅې کوي.

همدارنګه نوموړي ښوونیزو موخو ته د رسېدلو په برخه کې د خلکو او ښوونکو پر ملاتړ ټینګار وکړ او له پوهنې وزارت څخه یې وغوښتل چې د مسلکي ښوونکو د کمښت، د ښوونیزو مرکزونو د نشتوالي په ګډون شته ستونزو ته لازیاته پاملرنه وکړي.

په پای کې د پوهنې وزارت پلاوي ډاډ ورکړ چې د دې ارزونې پایلې به د وزارت مشرتابه ته وړاندې او په جدي تعقیب سره به د شته ننګونو د حل لپاره هڅې وکړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS