د پوهنې وزارت دارالعلومونو رئیس لوګر ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
Mon, May 26 2025 11:12 AM
25

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت دارالعلومونو رئیس الحاج مولوي عبدالقدوس قدوسي په مشرۍ یو پلاوی لوګر ولایت ته ورسېد.

نوموړي د یاد ولایت له پوهنې رئیس او مسئولینو سره په کتنه کې، د خپل سفر اساسی موخې تشرېح او هغوی ته یې د پوهنې وزارت د هغو پروګرامونو یادونه وکړه، کوم چې د ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو د کیفیت لا پراختیا او پیاوړتیا په برخو کې یې تنظیم کړي دي.

ټاکل شوې ده چې نوموړی به د خپل سفر پرمهال د یاد ولایت له دارالعلومونو او درسي پروسو څخه څارنه ترسره او هم به د پورته ذکر شویو ادارو وړاندیزونه، نظرونه او ستونزې له نږدې څخه وارزوي.

د لوګر ولایت پوهنې رئیس له یاد پلاوي څخه د هرکلي سربېره، د هغوی د پلانونو پلي کولو لپاره د هر ډول ممکنه همغږۍ او همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS