د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې "د غوره منځني ښوونځي" ودانۍ ورغول شوه

media-moe
Wed, Sep 10 2025 10:31 AM
gdfg

د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ اړوند "د غوره منځني ښوونځي" نوې ودانۍ، چې د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته د ۴.۸۹ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، په رسمي ډول د یاد ولایت پوهنې چارواکو لخوا افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ښوونځي دغه ودانۍ ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د لمریزې برېښنا او څښاک پاکو اوبو سیسټمونه، احاطوي دېوال او ځینې نور اړین ملحقات لري.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد د ښوونځي د پرانیستې په مراسمو کې وویل: "طبیعي ده چې د مناسب ښوونیز چاپېریال په رامنځته کولو سره د زده‌کړې کیفیت لوړېږي."

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د پوهنې ریاست له پلانونو او پروګرامونو مالي او معنوي ملاتړ وکړي او د ښوونځي ادارې سره یوځای د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنیز بهیر کې فعاله برخه واخلي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS