په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Mon, Sep 29 2025 2:57 PM
سبز

د زابل ولایت شاه‌جوې ولسوالۍ اړوند د چینو سیمې په "هولان رباط" کلي کې د یو باب نوي لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

د یادې ودانۍ د جوړېدو لګښت شاوخوا ۶۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د سیمې د ښوونځیو شورا او ځایي خلکو له لوري ورکول کېږي.

د بنسټ‌ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د شاه‌جوې ولسوالۍ پوهنې مسئولینو، ښوونکو، زده‌کوونکو، د سیمې مشرانو او د خلکو استازو ګډون درلود.

مسئولینو په خپلو خبرو کې د تعلیم پر ارزښت ټینګار وکړ او د پوهنې په برخه کې یې د خلکو له مرستې او ملاتړ څخه مننه وکړه.

یاده ودانۍ به ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه او نور اړین تاسیسات ولري، چې د علم‌دوسته خلکو له خوا پوهنې ته په وقف شوې ۵ جرېبه ځمکه باندې رغول کېږي.

د شاه‌جوې ولسوالۍ پوهنې مسئولینو په وینا، د یادې ودانۍ پر بشپړېدو سره به له ۴۰۰ تنو زیاتو زده‌کوونکو ته یو معیاري، خوندي او مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS