د پوهنې وزارت او د زندانونو چارو د سمون ادارې ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

media-moe
Thu, Nov 06 2025 11:52 AM
54123

د افغانستان اسلامي ا.مارت د پوهنې وزارت او د زندانونو چارو د سمون ادارې ترمنځ، د تعلیمي بهیر پیاوړتیا او د زندانیانو د ښوونې او روزنې پراختیا په موخه د دوه‌اړخیزو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
یادهوکړه‌لیک د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د زندانونو چارو د سمون ادارې مسئولینو او د دواړو ادارو د یو شمېر غړو په حضور کې لاسلیک شو.
په پیل کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې مسئولینو د پوهنې وزارت پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ څرګنده کړه، چې د دې هوکړه‌لیک اساسي موخه د زندانونو دننه د بندیانو د زده‌کړې، روزنې او فکري ودې لپاره زمینه برابرول دي.
ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د علم، پوهې او سالمې روزنې پر ارزښت هراړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل:«اسلامي امارت هوډ لري، چې زندانونه د سختۍ له ځایه د ښوونې او روزنې په مرکزونو بدل کړي. 
نوموړي زیاته کړه، یاد وزارت ژمن دی چې حتی د بندیانو لپاره هم د زده‌کړې لازم فرصتونه برابر کړي.»
د یاد هوکړه‌لیک له مخې، دواړه ادارې به په ګډه د زندانیانو لپاره د تعلیمي پروګرامونو، روزنیزو سمینارونو او فکري پرمختګونو طرحې عملي کوي، څو د هغوی د ذهني، معنوي او ټولنیزې پیاوړتیا زمینه رامنځته شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS