د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د زده کوونکو ترمنځ د سپورټي سیالیو خزاني پړاو پیل شو

media-moe
Sat, Nov 08 2025 2:06 PM
544

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې مسئولینو، د پغمان ولسوالۍ پوهنې چارواکو، د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو په حضور کې د سپورټي لوبډلو ترمنځ خزاني سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالۍ تر پرانیستلو وروسته، د والیبال ټورنمنټ لومړی پړاو د پغمان او نظیف عمر لېسو د لوبډلو ترمنځ پیل شو، چې په پایله کې د پغمان لیسې لوبډلې وکولای شول، مخالفې لوبډلې ته د صفر په وړاندې دوه نمرو سره ماتې ورکړي.
د ټورنمنټ په دویم پړاو کې، چې د یادې ولسوالۍ د دوده مست او خواجه لکن لېسو د لوبډلو ترمنځ ترسره شو، لوبه د دوده مست لېسې د زده کوونکو په ګټه ۲-۰ پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالي به هره ورځ دوام وکړي او په پای کې به ګټونکو ته سپورټي جایزې ورکړل شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS