په دایکنډي ولایت کې د ۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۶ بابه ښوونځي ورغول شول

media-moe
Sun, Dec 21 2025 2:29 PM
5456

د پوهنې وزارت مسئولین وايي، چې په دې وروستیو کې د دایکنډي ولایت په اړوندو کې ۶ بابه ښوونځي جوړ او د پوهنې چارواکو، د سیمه‌ییزو ادارو مسئولینو، د خلکو او مرستندویه ادارو د استازو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
ښوونځي: د خدیر ولسوالۍ په کومور، د کیتي ولسوالۍ په رویان او تمران، د کجران ولسوالۍ په زرد ګلان، د پاتو ولسوالۍ په سنګ مزار او ذکور محمدیه کې جوړ شوي دي، چې هر یو یې شپږ درسي ټولګي، اداري خونې او ټولې تعلیمي اسانتیاوې لري او د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په ملاتړ سره جوړ شوي دي.
د چارواکو په وینا، د دې ښوونځیو په جوړولو سره، د یادو ولسوالیو د ماشومانو لپاره اړینې تعلیمي اسانتیاوې برابرې شوې، چې د پورته ذکر شویو سیمو خلک یې خوښ کړي دي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS