د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت دیني مدارسو ته تر ۲۸۱ زره ټوکه ډېر درسي کتابونه ولېږل شول
د پوهنې وزارت لخوا د اسلامي زدهکړو پروګرام اړوند ۲۸۱ زره او ۴۳۸ ټوکه کتابونه د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته ولېږل شول.
د هغوی په خبره، یاد کتابونه به تر ډېره د کلیوالي او خصوصي مدارسو اړتیاوې پوره کړې او دا بهیر د زدهکړو کیفیت لوړولو او ښوونکو او زدهکوونکو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې مهم بلل کېږي.
