د آزمایښتي کانکور لړۍ لا روانه ده
د پوهنې وزارت، هرات: د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دولسمو ټولګیو له زده کوونکو څخه د کانکور آزمایښتي آزموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس ذکریا رحیمي د آزمایښتي کانکور په تړاو زده کوونکو ته وویل:له تیر کلونو څخه د تجربې په درلودلو سره روښانه ده، چې د کانکور آزموینې په لړ کې ځینې زده کوونکي له ستونزو سره مخامخیږي او دا چاره د دې لامل کیږي څو دوی پوښتنې سمې ځواب نه کړي او د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته بریالي نه شي، نو له دې کار څخه د مخنیوي په موخه پوهنې ریاست، د آزمایښتي کانکور لړۍ پیل کړې او ښیې لاسته راوړنې به هم ولري.
