ننګرهار ولایت کې ښوونکو ته د ځمکو ویش پیل شو
پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت کې د چپر هار ولسوالۍ ښوونکو ته د نمرو د ویش لړۍ پیل شوه.
په هغه غونډه کې چي په همدې موخه په یاده ولسوالۍ کې جوړو شوي وه، د ننګرهار پوهنې رئیس حسیب الله شینواري وویل: زموږ هیواد کې امنیتي ځواکونه او ښوونکي، هغه دوه قشره دي چې په رښتینې بڼه د هیوادوالو په چوپړ کې دي.
نوموړي زیاته کړه، ننګرهار کې د ښوونکو لپاره په بیلو شویو ډیری ښارګوټو کې ستونزې موجودې دي چې د ولایتي ادارې په همکارۍ به یې هوارې کړو.
همدارنګه د ننګرهار والي، د نمرو د ویش په پار ښوونکو ته مبارکي ورکړه او پر هغوی یې غږ وکړ، ستاسو هر پیغام په ټولنه کي مثبت بدلون راوستلای شي، نو پر همدې بنسټ د زده کوونکو په روزنه کې خواري وکړئ او هغوی په ملي روحیه وروزئ.
د ننګرهار والي ښوونکو ته ډاډ ورکړ، چې د ښارګوټي اړوند پاتی ځمکه به هم په ښوونکو وویشي.
د یادونې وړ ده، چې د چپرهار ولسوالۍ د ښوونکو ښارګوټي لپاره پینځه سوه جریبه ځمکه ځانګړې شوې، چې اوسمهال یې د ښارجوړونې ادارې له لوري ۱۵۹ جریبه ځمکې ته تفصیلي پلان چمتو شوی، چې په ۴۶۳ تنو مستحقو ښوونکو به د پچې اچونې له لارې وویشلې شي.
