په افغانستان کې د جاپان مرستیال سفیر د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معین سره وکتل

media-moe
Tue, Nov 22 2022 11:17 AM
په افغانستان کې د جاپان مرستیال سفیر د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معین سره وکتل

 په افغانستان کې د جاپان هیواد مرستیال سفیر ښاغلي تاکویا تانیموتو(Takuya Tanimoto) د ا.ا.ا د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معین الحاج مولوي سخاءالله سعید سره وکتل.
په یاده لیدنه کې لومړی معین صاحب، ښاغلي تاکویا تانیموتو ته راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې جاپان هیواد تل له افغانستان سره مثبتې اړیکې درلودې او اسلامي امارت هم په دې هڅه کې دی چې له یاد هیواد سره د دوه اړخیزو همکاریو او متقابل احترام په بنسټ نږدې اړیکې ولري.
ورپسې د جاپان هیواد مرستیال سفیر خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې وویل، د جاپان هیواد غواړي چې د تل په څېر  د افغانستان تعلیمي نظام حمایه کړي، چې د پوهنې وزارت او جاپان سفارت د مسئولینو تر منځ په راتلونکو ملاقاتونو کې به د یاد حمایت د کمیت او کیفیت په اړه تفصیلې خبرې کېږي.
محترم معین صاحب د جاپان له مرستیال سفیر څخه د هغه د نیکو ارادو په اړه مننه وکړه او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې د پوهنې وزارت به د جاپان هیواد د مرستندویه تعلیمي پروژو د تطبیق لپاره خپلې ټولې اسانتیاوې برابروي او په دې برخه کې به د یو تسهیل کوونکي جهت په توګه رول لوبوي.

Latest news

Sun, Apr 26 2026 3:52 PM
Background image

Inauguration of an Education Support Project by the Minister of Education in Bamyan Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, who has traveled to Bamyan Province on an official visit, inaugurated an education support project funded by a partner. . .

Sun, Apr 26 2026 3:36 PM
Background image

The foundation stone of a school was laid by the Honorable Minister of Education in Bamyan Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, during his official visit to Bamyan Province, laid the foundation stone of a. . .

Thu, Mar 26 2026 12:54 PM
Background image

The new academic year 1405 in the cold-region provinces of the country officially commenced through special ceremonies.

The new academic year 1405 was formally inaugurated in the presence of the respected leadership of the Ministry of Education, high ranking officials, a number of esteemed members of the. . .

BACK TO NEWS