له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
نیمروز
د پوهنې وزارت له پرېکړې سره سم د نيمروز پوهنې رياست د دغه ولايت د مدارسو له ٥٥١ طلباوو څخه د عالمیه، عالیه او خامسه درجو ازموينه واخيسته. د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني له يادو ازموينو څخه د ليدنې پر مهال د ازموینو پر شفافيت ټينګار وکړ.
کابل
د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ د پوهنې او تعلیمي څارنې آمرینو د دغې ولسوالۍ په اونیزه غونډه کې ګډون وکړ او د یادې ادارې د ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه یې خبرې وکړې.
د یو بل خبر له مخې:
د چارواكو په وينا، د OCCD موسسې ولايتي دفتر د چهارآسیاب ولسوالۍ د پوهنې آمریت په مرسته د يادې ولسوالۍ په سپین کلي، عطا کلي او د ميرشاه عزيز په کلي کې د سيمه ييزو او ګړنديو زده کړو ۳ درسي ټولګي جوړ کړل. چې په دې دریو ټولګیو کې به ټولټال ۱۶۵ ماشومان وروزل شي.
لوګر
د لوګر د پوهنې ریاست سکتوري غونډه د دغه ریاست د ښوونې او روزنې د آمر مولوي عبیدالله هشام په مشرۍ جوړه شوه. په دې غونډه کې د پوهنې سره د مرستندویو بنسټونو د ۷ څانګو مسوولینو د لوګر د پوهنې ریاست په مشرۍ د خپلو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو راپور ورکړ.
پکتیکا
د پکتیکا د پوهنې ریاست رهبري پلاوي په دغه ولایت کې د UNHCR د سیمه ییز دفتر له استازو سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د پوهنې د ستونزو د شریکولو ترڅنګ له هغوی وغوښتل چې په دغه ولایت کې د بې ځایه شویو او راستنیدونکو کډوالو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.
له بلې خوا د يادې شوې ادارې استازو ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به په دې برخه کې خپل فعاليتونه پيل کړي.
