له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

کندوز
د کندوز ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل ابو احمد، د یاد ولایت له علماوو او مسؤلینو سره د ښوونځیو د کړنو په اړه خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، تر څو د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د غونډې په دوام ګډون والو خپلې ستونزې د پوهنې له رئیس سره شریکې کړې.
همدارنګه:
دکندوز ولايت پوهنې رئيس د یاد رياست مرکزي څانګو له اداري کړنو څخه د څارنې پر مهال مسئولینو او کارکوونکو ته د اداري چارو لاښه والي په موخه، لازمې سپارښتنې وکړې .
نیمروز
په نیمروز ولایت کې د ۲۷ خالي (پنځم او شپږم) بستونو د ډکولو په موخه، د ولایت مقام او اداري اصلاحاتو کمیسیون په حضور کې، له ۸۸ تنو نوماندانو څخه آزموینه واخیستل شوه، ترڅو په یادو بستونو کې وړ کسان د کارکوونکو په توګه وګمارل شي.
لغمان
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ریاست ادارې د مرکزي څانګو اداري او تدریسي چارې وڅېړلې، له مسئولینو یې وغوښتل، تر څو په خپلو کارونو کې له دقت څخه کار واخلي او له مراجعینو سره ښه چلند وکړي.
پنجشېر
د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب الله نوري قتاده، د پوهنې رياست ، ښوونځيو او مدارسو له مسئولينو سره وکتل او د پوهنيزو چارو لاښه والي په باب يې د خبرو په ترڅ کې، د درسي کيفيت پر لوړوالي ټينګار وکړ .