په لغمان ولایت کې یو لومړنى ښوونځى تاسيس شو

د لغمان ولايت ترګړيو کمپ سيمه کې د استاد محمد یوسف صدیقي لومړنى ښوونځى د يو لړ مراسمو په ترڅ کې تاسيس شو.
په پام کې ده چې د سيمې د خلكو په غوښتنه د دغه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د ياد لومړني ښوونځي د تاسيس په مراسمو کې، د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد سربېره د لوړو او نيمه لوړو زده کړو بنسټونو يو شمېر مسئولينو، د سيمه ييزو ادارو استازو، علماوو او قومي مشرانو ګډون درلود.
ويناوالو هر يوه د پوهنې په ګټو او په ټولنه کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړې او له زده کوونکو يې وغوښتل، تر څو خپلو درسونو ته متوجه او د ښوونکو احترام ته جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز د سيمې يو تن وکيل د اوسېدونکو په استازيتوب د پوهنې وزارت د مشرتابه له هڅو څخه کوم چې د هېواد د ماشومانو د زده کړې په برخه کې يې ترسره کړې دي مننه وکړه او د دغه ولايت ښوونيز وضعيت په لاښه والي کې يې خپل ملاتړ څرګند کړ.