د پنجشېر ولایت په ښوونځیو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه حل شوه

د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست مشرتابه، د ياد ولایت ښوونځیو ته د درسي کتابونو د وېش لړۍ رسماً پیل کړه.
د کتابونو د وېش مراسمو کې د ياد ولايت د مقام دفتر رئيس عبدالمتین عزام، پوهنې رئیس مفتي حبیب الله نوري قتاده، د سیمه ییزو ادارو مسئولینو او د پوهنې وزارت د درسي کتابونو د وېش پلاوي هم حضور درلود.
غونډه د قرآن مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د پنجشېر ولايت د مقام دفتر رئيس د درسي کتابونو د وېش په مراسمو کې د علومو ارزښت ته اشاره وکړه او ويې ويل: د افغانستان.ا.ا. ښوونځيو او ديني مدارسو ته زياته پاملرنه کوي، هغه ملت چې له کتابونو سره مينه نه لري هېڅکله پرمختګ نه شي کولاى.
دغه راز د ياد ولايت پوهنې رئيس هم وويل: ددغو کتابونو په وېش سره به په ښوونځيو کې د درسي کتابونو دکمښت ستونزه هواره شي .
نوموړي زیاته کړه، پوهنې وزارت د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست ته ټولټال ۲۱۵ زره ۶۹۵ ټوکه درسي کتابونه په پام کې نیولي او په دوو پړاوونو کې د ياد ولایت پوهنې ریاست ته سپارل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په لومړي پړاو کې له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې سل زره ٢٨٣ ټوکه درسي کتابونه د پنجشېر پوهنې رياست ته سپارل شوي، چې د پوهنې رياست له لوري د دغه ولايت په ښوونځيو ووېشل شول.
هغه زیاته کړه؛ په دویم پړاو کې د درېیم څخه تر دولسم ټولګي پورې ۱۱۵زره۵۱۲ ټوکه درسي کتابونه دغه ریاست ته سپارل شوي او نن یې د وېش لړۍ رسماً پیل شوه.
نوموړي له زده کوونکو وغوښتل، تر څو د درسي کتابونو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.