د کابل ښار په دولسمه او شپاړسمه ناحیو کې د یو شمېر ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړې شوې

د پوهنې وزارت له پراختیايي بوديجې څخه د ۳ميليونه ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د کابل ښار د دولسمې او شپاړسمې ناحیو په مربوطاتو کې یو شمېر ښوونځي ترميم او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د کابل ښار پوهنې رئیس، علماوو او قومي مشرانو ګډون درلود، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په يادو مراسمو کې د ښوونيزو بنسټونو آمرينو په لنډه توګه خپلې دندې او لاسته راوړنې د کابل ښار پوهنې رياست له مشرتابه سره شريکې کړې او د ښوونيزو بنسټونو د پياوړتيا په برخه کې يې د ياد رياست د مشرتابه له پاملرنې مننه وکړه.
د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني هم د ښوونځیو د بیارغونې او د هېواد ماشومانو لپاره د ښونيزو آسانتياوو په برابرولو خوښي وښوده او له زده کوونکو یې وغوښتل، تر څو د ښوونځیو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.