د پوهنې وزارت خبرتیا

په پام کې ده، چې د پوهنې وزارت اسلامي زده کړو معینیت او د لوړو زده کړو وزارت د تخصصي او دیني زده کړو ریاستونو له لوري په ګډه، د ج/هادي او دارالهجرت مدارسو په شمول د ټولو عمومي مدارسو او دیني زده کړو بنسټونو طلابو څخه د عالمیه، عالیه او ثانوي درجو آزموینې واخیستل شي.
د ټولو ولایتونو پوهنې ریاستونو، ج/هادي او دارالهجرت مدارسو ته په ډېر درنښت خبر ورکول کېږي چې:
۱- ذکر شوې آزموینې شنبې ورځ د ۹/۷/۱۴۴۵هـ ق (۳۰/۱۰/۱۴۰۲هـ ش) نېټې څخه پيل او تر ۱۴/۷/۱۴۴۵ پورې به دوام وکړي.
۲- د آزموینو مهال وېش مخکې له مخکې د یادو ښوونیزو بنسټونو ادارو ته استول شوی، چې طلاب کولای شي دغه مهال وېش د خپلو اړوندو ادارو څخه تر لاسه کړي.
د پوهنې وزارت په یاده آزموینه کې ګرانو زده کوونکو ته د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله کوي.