د غزني ولایت له پوهنې ریاست سره د خلکو همکاري دوام لري

د غزني ولایت عامو خلکو د یاد ولایت له پوهنې ریاست سره د دیني مدارسو او ښوونځيو د جوړولو په موخه، خپله ۵۳ زره ۹۰ متر مربع ځمکه ځانګړې کړه.
د یاد ولایت پوهنې ریاست اعلان وکړ، چې د روان ۱۴۰۲لمریز کال په اوږدو کې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په ګډون د غزني ولایت د پوهنې او علم مینه والو په ټولیز ډول ۵۳ زره او ۹۰ متره مربع ځمکه، په دغه ولايت کې د ښوونځيو او دیني مدارسو د جوړولو په موخه، د پوهنې رياست ته وقف کړې ده.
د مسئولینو په وينا، د يادې ځمکې ټوليزه بيه ٢ میلیونه٢٠٠ زره افغانۍ ده، چې د خلکو له لوري د پوهنې رياست ته ورکړل شوې ده.
د غزني ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د پوهنې دوستو خلکو له ملاتړ څخه قدرداني وکړه او د دوی مرستې یې صدقه جاریه عمل وباله.