د پوهنې وزارت سرپرست د هرات ولایت له یو شمېر مدارسو او ښوونځیو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې چې د ياد ولایت د ښوونځیو او مدارسو د ښوونيز وضعیت د ارزونې په موخه ترسره شوی و، نن د خپل سفر په دویمه ورځ د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مشرتابه په ملتيا د اسلامي انقلاب د هلکانو عالي لېسې او یو شمېر نورو خصوصي ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې وزارت سرپرست د یادو ښوونځیو له مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره له نيږدې وکتل او د هغوی د پرمختګونو او ستونزو په اړه یې تفصيلي خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت سرپرست په ټول هېواد کې د متوازنو ښوونیزو او روزنيزو چوپړونو په وړاندې کولو او پراختیا ټینګار وکړ او د هرات ولایت له اوسېدونکو یې وغوښتل، تر څو د ياد وزارت له پلانونو او پروګرامونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
په ورته مهال نوموړي د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه او د هغوی له رغنده وړاندیزونو څخه يې هرکلی وکړ.