د هېواد په ټولو ولایتونو کې د قرآن عظیم الشان د بشپړ حفظ آزموینه پیل شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د ځانګړي پروګرام او پلان له مخې، په ټول هېواد کې د دارالحفاظونو د فارغانو څخه د قرآن کریم د بشپړ حفظ آزموینې لړۍ پيل شوه.
په یاده آزموينه کې به د هېواد د ټولو ولايتونو د دارالحفاظونو د ١۴۴۴ او ۱۴۴۵ ق کلونو اړوند فارغان برخه واخلي.
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د مسئولينو په ويناء، هغو فارغانو ته به د قرآن کريم د حفظ سندونه ورکړل شي، چې معياري نمرې ترلاسه کړي.
د يادونې وړ ده، دغه آزموينه په ټولو ولايتونو کې د پوهنې مسئولينو، علماوو او د داورانو د پلاوي په حضور کې واخیستل شي.
همدارنګه د اړوندو ولايتونو د پوهنې رياستونو مشرتابه د آزموينې د روڼتیا په اړه ګډون والو ته ډاډ ورکړ.