په هېواد کې د دارالحفاظونو له فارغانو څخه د آزموینو لړۍ پيل شوه

د پوهنې وزارت د کړنلارې له مخې، د هېواد له دارالحفاظونو څخه د فارغ شوو حافظانو د آزموینو بهیر رسما پیل شو.
د ولایتونو پوهنې ریاستونو د یادو آزموینو لپاره د چمتووالي د څرنګوالي او اړوندو مسایلو په اړه د تدریسي غونډو په جوړولو سره بحثونه وکړل او لازم تصمیمونه يې ونیول.
د پوهنې رياستونو مشرتابه وايي: د څارنې د ټېمونو په ګمارلو سره د يادو آزموينو له بهير څخه د عدالت او روڼتيا د تامين په موخه، جدي څارنه کوي.
دغه راز مسئولينو په خپلو خبرو کې د آزموينې ګډون والو مکلف کړل، تر څو د يادې آزموينې نظم او ډسپلين په پام کې ونيسي.
همدارنګه هغوی د آزموينې په بهير کې له استادانو او څارونکو څخه وغوښتل، تر څو د اړيکو پر ځای اصولو ته لومړيتوب ورکړي او حق حقدار ته ورسوي.
په پام کې ده، چې د پوهنې وزارت له لوري د يادې پروسې برياليو نوماندانو ته تصديق پاڼې او د فراغت سندونه هم ورکړل شي.