د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

هرات
د هرات ولايت پوهنې رئيس مولوي رحمت الله جابر، د ياد ولايت مرکز اړوند د فتح، بابا زنګي عطا لېسو او يو شمېر خصوصي ښوونځيو څخه ليدنه وکړه.
نوموړي د يادو بنسټونو تدریسي بهیر له نيږدې وليده او د ښوونیزو پروګرامونو لاښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
ميدان وردګ
د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د ياد ولایت مرکز اړوند د الفتح دارالعلوم له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
همدارنګه
د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د ښوونکو د مسلکي پراختيا او ساينس مرکز د علمي غړو او د ښوونيزې څارنې له مسئولینو سره غونډه وکړه او د درسونو د کیفیت او د ښوونیزو پروګرامونو د لاښه والي په اړه یې خبرې وکړې.
غور
د غور ولایت د پوهنې ریاست کارپوهانو د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د ښوونځیو ۹۵ تنو مسئولینو او د اداري څانګو کارکوونکو ته د لابراتوارونو اړوند ټولګیو او اداري برخو کې ښوونیز سیمینار جوړ کړ.
لوګر
په لوګر ولایت کې د ۲۹۳ بابه رسمي او ۲۳۳ خصوصي مدارسو درسونه پیل شول.
د پوهنې ریاست مسئولين وايي: په ياد ولایت کې د مدارسو شاوخوا زرو تنو زده کوونکو له لنډ ځنډ وروسته خپل درسونه بېرته پیل کړل.