د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د کارکوونکو لپاره میتودیکي سیمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې د ریاست اړوندو ۸۳ کارکوونکو لپاره، د اساساتو او پالیسۍ جوړونې، د ښوونې او روزنې د شاخصونو، د څارنې او ارزونې د بنسټونو په تړاو درې ورځنی میتودیکي سیمینار پيل شو.
غونډه د سپېڅلي الهي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس غلام ربي رباني مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد سیمینار د آجنډا په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د سیمینار د موضوعاتو او اهمیت په تړاو تفصیلي خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل، چې د یاد سیمینار له محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړئ او خپل ځانونه د ارزونې علم په اساساتو سمبال کړئ، ترڅو په ورځنيو چارو کې د ارزونې نوي مېتودونه وکاروئ.
ګډون والو هم د یاد سیمینار په پرانیستلو او د ارزونې له علمي اساساتو سره د هغوی د آشنا کېدو څخه خوښي څرګنده کړه.
مراسم په دعائیې سره پای ته ورسېدل.