د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس نورستان ولایت ته ولاړ

media-moe
Tue, Nov 26 2024 1:20 PM
ثقصف
د پوهنې وزارت د خدماتو د رئیس استاد حبیب الله خالد په مشرۍ د یاد وزارت رسمي پلاوی په یو رسمي سفر نورستان ولایت ته ورسېد.
په پیل کې پلاوي د یاد ولایت له والي او پوهنې رئیس سره وکتل او د بېلابېلو پوهنیزو مسایلو په اړه یې مفصلې خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت پلاوي د خپل سفر اساسي موخه، د پوهنې د بودیجې د مصرف ارزونه د تدارکاتي پروژو، د ښوونکو د تدریسي ساعتونو تنظیمول، د ښوونکو د پورونو د صندوق پرانیستل، د کار او املاکو په برخه کې د بیارغونې او ساختماني پروژو وضعیت له نږدې څېړل وبلل.
له بلې خوا د نورستان پوهنې رئيس ياد پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال څرګنده کړه، چې دغه ناسته د پوهنې د کيفيت لاښه والي او د پوهنې په برخه کې د شته اداري او مالي ستونزو د حل په موخه جوړه شوې وه او د پلاوي د سفر د موخو د تطبيق په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

Latest news

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

Wed, Jun 11 2025 2:24 PM
Background image

Official Visit of the Ministry of Education Delegation Headed by the Deputy Minister from the Russian Federation

Alhaj Mawlawi Sakhawullah sayed, Deputy Minister of Education of the Ministry of Education, leading a high ranking delegation of the Islamic Emirate of Afghanistan, departed for the. . .

BACK TO NEWS