د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور

media-moe
Sun, Dec 22 2024 11:14 AM
125

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس الحاج مولوي جمعه خان سروري په لارښوونه د یاد ریاست مسئولینو له لوري په تېره اوونۍ کې، د همدغه وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو او منسوبینو ته د دیني درسونو تدریس دوام درلود.

همدارنګه د دعوت او ارشاد ریاست مبلغینو، د پوهنې وزارت منسوبینو ته په یو شمېر پوهنیزو برخو کې د نیمګړتیاوو له منځه وړلو، په ورځنیو چارو کې د شرعي مسایلو په بشپړ تطبیق او دیني درسونو زده کړې په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.

له بلي خوا د مرکزي ادارو ټولو کارکوونکو ژمنه وکړه، چې د یاد ریاست د لارښوونو سره سم به خپلې ورځنۍ چارې ترسره کړي.

په ورته مهال د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د پوهنې وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته اصلاحي وینا وکړه، د هغوی اداري کړنې یې وکتلې او ور څخه یې وغوښتل، تر څو خپلو مسئولیتونو او دندو ته په جدي ډول متوجې واوسي او د مراجعینو کارونه پرته له ځنډ څخه په ټاکلي وخت سرته ورسوي.

همدارنګه دعوت او ارشاد ریاست ته له کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې:

په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د تعلیمي مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS