د راتلونکي۱۴۰۴ ښوونیز کال پرمهال لوګر ولایت کې نوي ښوونځي تاسیس کېږي

media-moe
Thu, Feb 20 2025 10:16 AM
x

د لوګر پوهنې ریاست چاواکي خبر ورکوي، د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې په نوي ۱۴۰۴ ښوونیز کال کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۵ بابه نوي لومړني ښوونځي تاسیس او فعال کړي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یاده پرېکړه د لوګر ولایت دیني علماءکرامو او قومي مشرانو د غوښتنې پر اساس شوې، تر څو په هغو سیمو او بانډو کې نوي ښوونځي تاسیس او فعال شي، کوم چې د ماشومانو لپاره ښوونځي پکې شتون نه لري او له دې امله دوی له ستونزو سره مخ دي.

له بلې خوا د ياد ولايت اوسېدونکو د پوهنې وزارت له دغه اقدام هرکلى وکړ او د دغه وزارت د ښوونيزو پلانونو او پروګرامونو له پلي کېدو يې خپل هراړخیز ملاتړ څرګند کړ.

په ورته وخت کې د لوګر پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د نوي ښوونیز کال لپاره د همدغه ولایت تعلیمي مرکزونو ته ۱۸ زره د شرایطو وړ ماشومان جذب کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS