پکتیا ولایت کې څه د پاسه ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي بیارغونې چارې پای ته ورسېدې

media-moe
Mon, May 12 2025 3:09 PM
rehtd

د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند حبیب الله زرمتي لېسې بیارغونې چارې، چې د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست او د سیمې خلکو په مالي مرسته د ۲ مېلیونه ۴۰۰زره افغانیو لګښت سره پیل شوې وې، اوسمهال د اوبو او انرژۍ د وزیر ملاعبدالطیف منصور، مقاماتو او مسئولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادونې وړ ده، د پورته ذکر شوې لېسې ودانۍ؛ ۸ درسي خونې، احاطوي دېوال او نور اړین ملحقات لري، چې په رغېدلو سره یې ۱۸۰۰تنو زده کوونکو ته د زده کړې خوندي چاپېریال برابر شو.

د پوهنې وزارت مشرتابه، د ښوونیز نظام لاپیاوړتیا برخه کې د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ ستاینه کوي او د تعلیمي مرکزونو له مسئولینو او زده‌کوونکو غواړي، تر څو د عامه شتمنیو ساتلو او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS