د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې ریاست او د زندانونو چارو د سمون ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک په تړاو غونډه جوړه شوه

media-moe
Sun, Jul 13 2025 3:11 PM
24

په هغو مراسمو کې چې د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې ریاست او د زندانونو چارو د سمون ادارې ترمنځ د بې سوادۍ له منځه وړلو او د زندانیانو لپاره د سواد زده‌کړې کورسونو جوړولو په موخه د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیکېدو په مناسبت جوړ شوي وو، پکې د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې رئیس محترم الحاج مولوي عبیدالله آخندزاده، مسئولینو او د زندانونو چارو د سمون ادارې لوی رئیس محترم حافظ مولوي نظر محمد ناصري ګډون درلود.
په پیل کې د سواد زده کړې چارواکو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د پلانونو، پروګرامونو، د زندانیانو لپاره د لازمو تعلیمي فرصتونو برابرولو او د سواد زده کړې ریاست یو شمېر نورو فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات ارایه کړل.
ورپسې د زندانونو چارو د سمون ادارې رئیس، د یاد هوکړه‌لیک له لاسلېکدو څخه خوښي څرګنده او زیاته یې کړه چې پلان لري تر څو د هېواد په زندانونو کې د ټولو بندیانو لپاره د سواد زده‌کړې کورسونه جوړ او د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې نصاب به په پورته ذکر شويو کورسونو کې تدریس کړي.
همدارنګه نوموړي وویل چې د زندانونو چارو د سمون ادارې سره په همغږۍ به د روزنیز کورسونو تر بشپړېدو وروسته، د یادو کورسونو فارغانو ته، د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې ریاست له لوري تر اروزنې وروسته سندونه او تصدیق‌پاڼې ورکول کېږي.
دغه راز د زندانونو چارو د سمون ادارې رئیس ډاډ ورکړ چې د دوی اړوند اداره، بندیانو ته د اسلامي روحیې پر بنسټ د زده‌کړې لپاره ژمنه ده، تر څو په راتلونکي کې زندانیان په خپلو تېرو کړنو پښېمانه او په راتلونکي کې د خپلو خلکو او هېواد لپاره د ګټورو خدماتو سرچینه شي.
یاد پرتمین مراسم د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې د رئیس محترم الحاج مولوي عبیدالله آخندزاده له خوا دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS