د سرپل ولایت پوهنې مسئولینو لپاره د عملیاتي پلان د راپور نوې بڼې تشرېح کولو سیمینار پرانیستل شو

media-moe
Mon, Jul 14 2025 3:37 PM
54

د سرپل ولایت د مرکز او ولسوالیو آمرینو لپاره د عملیاتي پلان راپور د نوې بڼې تشرېح کولو په نوم یو ورځنی روزنیز پروګرام، د پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني او د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو پوهنې آمرینو او چارواکو په حضور کې جوړ شو.

د پوهنې رئیس په خپله وینا کې د داسې سیمینارونو له ترسره کولو څخه خوښي څرګنده او د هغو موخه یې اداري آمرینو او چارواکو ته د دوی د کاري راپورونو تنظیم لپاره د لا ډېر پوهاوي ورکول وبلل او زیاته یې کړه چې دقیق او منظم راپور ورکول د اړوندو څانګو د چارو پرمختګ لپاره د بریالیتوب اصلي ستنه ده او چارواکي مکلف دي چې خپل تعلیمي او اداري فعالیتونه د عملیاتي پلان سره سم په منظم او هدفمند ډول مدیریت کړي.

ورپسې د یاد پروګرام روزنیزه برخه په رسمي ډول پیل او د پوهنې ریاست روزونکو له خوا وړاندې شوه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS