د پوهنې وزارت د املاکو برېښنایي ثبت سیسټم پرانیستل شو

media-moe
Mon, Jul 21 2025 10:22 AM
474

د پوهنې وزارت د املاکو برېښنایي ثبت سیسټم، د یاد وزارت د سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، ښاغلو معینانو او رئیسانو په حضور کې رسماً افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د مراسمو په پیل کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د یاد وزارت د رهبرۍ او مېلمنو هرکلی وکړ او په ادارو کې یې د چارو لاپرمختګ لپاره د ټیکنالوژۍ په اړه وویل: د روڼتیا ډاډمنولو، د فساد او خزانې ضایع کېدو څخه د مخنیوي او په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت د شتمنیو له زیانمنېدو څخه د ساتنې په موخه، اوسمهال د ملکیتونو د ساتنې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاستونو په همکارۍ، پوهنې وزارت کې د املاکو برېښنایي ثبت سیسټم رامنځته او فعال شو، چې موږ یې نن دپرانیستې شاهدان یو.

ورپسې د پوهنې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس محترم مولوي کفایت الله عمري د تخنیکي فعالیت له نظره د یاد سیسټم د محوریت په اړه خبرې ترسره او عمومي معلومات یې وړاندې کړل.

په ورته مهال د پوهنې وزارت محترم سرپرست د یاد وزارت د املاکو او ملکیتونو ثبتولو په موخه د یاد سیسټم له رامنځته کېدو څخه د خوښۍ ترڅنګ له چارواکو څخه وغوښتل چې، د وزارت د خزانې او ملکیتونو د غصب او ناسم استعمال څخه د مخنیوي او د املاکو بشپړې ساتنې لپاره لاپسې دوامداره او صادقانه هڅې وکړي.

دغه راز د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست یو تن کارپوه، د یاد سیسټم د تخنیکي برخې په تړاو ځانګړی پریزنټیشن وړاندې کړ، چې د ګډون‌والو د پاملرنې او علاقې وړ وګرځېد.

د غونډې په دوام، د دې سیسټم په جوړولو کې د ښکیلو ادارو کارکوونکي د وزارت مشرتابه له لوري په ستاینلیکونو وویاړل شول.

غونډه د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصایې د رئیس محترم مولوي بسم الله نعماني له خوا د مبارکې دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS