د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو محترم رئیس د کابل ښار یو شمېر تعلیمي مرکزونو د آزموینې له پروسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
Mon, Jul 21 2025 3:21 PM
hj

د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي حبیب الله «قتاده نوري» د یو پلاوي سره د کابل لسمې ښوونیزې ناحیې ته لاړ او هلته یې د پوهنې چارواکو سره په ګډه د اماني لېسې، احمدشاه مسعود ښوونځي او امید خصوصي لېسې د زده‌کوونکو څلور نیم میاشتنیو ازموینو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په پيل کې د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس د پورته ذکر شویو تعلیمي مرکزونو له چارواکو سره وکتل او په آزموینو کې یې د روڼتیا، پر وخت د اداري اسنادو او پایلو طی مراحل کولو، مسئولیتونو ته پاملرنې او په اسلامي روحیې سره د هېواد بچیانو په ښوونې او روزنې ټینګار وکړ او زده کونکي یې زده کړې ته وهڅول.

ورپسې د پورته ذکر شویو تعلیمي مرکزونو چارواکو او کارکوونکو د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د رئیس له ورتګ څخه هرکلی او خوښي څرګنده کړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS