میدان وردګ ولایت کې څو بابه ښوونځي په لابراتوارونو سمبال شول

media-moe
Sat, Jul 26 2025 10:57 AM
منت

د میدان وردګ ولایت سید آباد ولسوالۍ اونخي کلي کې د میلاد النبي (صلی الله علیه وسلم) عالي لېسه د ۱۶۷ زره۸۰۰ افغانیو په لګښت پر لابراتواري موادو او تجهیزاتو سمبال شوه.

په دې تجهیزاتو کې ۱۲ پایې لابراتواري مېزونه، ۱۴ پایې څوکۍ، ۲ المارۍ، ۸۰ قلمه کیمیاوي مواد، ۵۸ قلمه د فزیک تجربوي مواد، ۲۴ قلمه د بیولوژي ماډلونه، ۸۴ ټوکه لارښود کتابونه، ۱۳۰ چارټونه او ۶ د ریاضي کڅوړې شاملې دي.

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت د موضوع په اړه وویل چې؛ د یاد اقدام اساسي موخه، د ساینس په برخه کې د عملي زد‌ه‌کړو ارایه کول دي؛ تر څو د زده‌کوونکو د علمي پوهې کچې لوړولو لپاره معیاري او باکیفیته تدریس ته لاره هواره شي.

همدارنګه مسئولینو زیاته کړه چې د میدان ښار مرکز رستم خېل ښوونځي او سید آباد ولسوالۍ کې د کفتان تاج محمد خان عالي لېسې لابراتوارونه هم په ورته تجهیزاتو او موادو سره سمبال شوي دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS