د ځینو ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
Sun, Aug 10 2025 2:13 PM
255

دایکنډي

د دایکنډي ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي رحمت الله قندیلي د یاد ولایت میرامور ولسوالۍ د ښوونکو او ښوونځیو مسئولینو له علمي او مېتودیکي سیمینار څخه لیدنه او څارنه وکړه.

جوزجان

د جوزجان ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل محمد راشد د شبرغان ښار ابن یمین عالي لېسې له چارواکو او ښوونکو سره کاري او مشورتي غونډه وکړه.

همدارنګه نوموړي د یادې ادارې د مهمو څانګو چارواکو لپاره د "بیاکتنې، اسانتیاوو، لارښودونو پلي کولو او ستونزو حل" تر سرلیک لاندې ورکشاپ څخه هم څارنه وکړه.

غزني

د غزني ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني د یاد ولایت د ناور ولسوالۍ وارکلاخ کلي له یو شمېر علما‌ءکرامو، استازو او بانفوذه اشخاصو سره مشورتي غونډه وکړه او په همدې کلي کې یې د ښوونځي جوړولو لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.

په پلان کې ده چې ډېر ژر به په یاد کلي کې د ۸ جرېبه ځمکې په ساحه کې د ښوونځي دوه پوړیزه ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شي، چې شپږ درسي خونې او نور اړین ملحقات به ولري.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS