د کاپیسا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګی جوړ شو

media-moe
Wed, Aug 13 2025 3:52 PM
2514

په ټولنه کې د سواد کچې لوړولو او د بې سوادۍ له منځه وړلو په موخه، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ۱۲ تنو کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګی جوړ کړ.

یاد پروګرام په رسمي ډول د پوهنې ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست د چارواکو په ګډون د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پیل شو.

په دې مراسمو کې، د پروګرام د اهدافو د تشرېح کولو پرمهال، ژمنه وشوه چې د سواد زده‌کړې پروسه به په مناسب کیفیت سره دوام ومومي او د یاد ولایت پوهنې ریاست به په چټکۍ سره زده‌کوونکو ته درسي مواد او قرطاسیه چمتو کړي.

د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست رهبري د کار او ټولنیزو چارو ریاست د همکارۍ ستاینه وکړه او د ادارو ترمنځ یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS