په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي له ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

د زابل ولایت پوهنې مسئولینو له لوري د یاد ولایت شاهجوی ولسوالۍ اړوند په جعفر کلي کې "د عمر فاروق (رضیاللهعنه) ښوونځي" د نوې ودانۍ جوړولو له چارو څخه څارنه وشوه.
د دغې پروژې کارونه چې د عامو خلکو په مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت تمویلېږي، شاوخوا ۵۰ سلنه بشپړ شوي او له پلان سره سم به په معیاري ډول پلي شي.