د داوطلبۍ اعلان

media-moe
Sun, Sep 07 2025 3:29 PM
451521

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د خدماتو ریاست اړوند د ولسوالیو پوهنې آمرینو لپاره د ۲۳۰ عرادې موټرسایکلونو چمتو کولو او پېرودلو په پروسه کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې چاپ شوې بڼه دې په حافظه یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي، خپل وړاندیزونه دې د قرارداد د شرایطو، د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه، د یکشنبې د ورځې د غرمې تر لسو بجو ( د ۶/۷/۱۴۰۳ لمریز کال) پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار اړوند ده افغانان سیمې په محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وسپارئ؛ بې وخته او انټرنېټې وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه دی، چې۲۸۴۰۰۰ (دوه سوه څلور اتیا زره افغانۍ) کېږي.

د وړاندیز پرانیستغونډه به د یکشنبې ورځ ۶/تله/۱۴۰۳ لمریز کال د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست په تالار کې جوړه شي.

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS