په سرپل ولایت کې څه د پاسه ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Wed, Sep 17 2025 11:06 AM
545

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په زنجان کلي کې د یو باب ښوونځی د ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې چارواکو لخوا د یوې همکارې ادارې لخوا د ۱۰۶ زره ډالرو په لګښت کېښودل شو.

د ښوونځي دغه ودانۍ چې ۶ درسي ټولګي، اداري خونې، د لمریزې برېښنا سیسټم، یو حلقه څاه، مېزونه - څوکۍ، احاطوي دېوال او نور اړین ملحقات به ولري، په راتلونکو درېیو میاشتو کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د سرپل ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني د ټولنې په اصلاح کې د زده‌کړې اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل؛ د پوهنې وزارت هڅه کوي چې د ملاتړ کونکو ادارو په همکارۍ ټولو ماشومانو ته باکیفیته زده کړې برابر کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS