په دایکنډي ولایت کې یو باب ښوونځي ته ۸ جرېبه ځمکه وقف شوه

د عامو خلکو لخوا د دایکنډي ولایت کجران ولسوالۍ اړوند سلیمان اباد لېسې ته ۸ جرېبه ځمکه وقف او اسناد یې رسماً د یاد ولایت پوهنې رباست ته وسپارل شول.
د دایکنډي پوهنې مسئولینو د ولس دغه اقدام صدقه جاریه نېک عمل وګاڼه او هغه یې د علم او پوهې سره د خپلې مینې ښکاره نښه وبلله.
د پوهنې رهبري د عامو خلکو له دغه نېک اقدام څخه د قدردانۍ تر څنګ ډاډ ورکوي چې د پوهنیز نظام د هراړخیز پرمختګ لپاره به نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.