د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون غونډه د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ ترسره شوه

media-moe
Thu, Oct 23 2025 11:53 AM
ظطیب

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون نوبتي غونډه د یاد وزارت په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
 په دغه غونډه کې د کمېسیون غړو او د وزارت د یو شمېر مرکزي ریاستونو استازو هم ګډون درلود.
غونډه د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. 
ورپسې د غونډې د آجنډا له مفرداتو سره سم د تدریساتو، درسي نصاب، ښوونکو روزنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شول.
دغه راز ګډون‌والو د موضوعاتو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه د کمېسیون له غړو سره مطرح او د مراجعینو د ستونزو او غوښتنو په اړه هم مفصل بحثونه وشول، چې په پایله کې ۲۶ مهمې پرېکړې ترسره او د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ریاستونو او مسئولینو ته واستول شوې.
غونډه د پوهنیزنظام لا پرمختګ او بریا په مبارکې دعایې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS