د هېواد په ۱۷۲ بابه ښوونځیو کې نږدې د ۸ زره تنو زده‌کوونکو زده‌کړې کچې لپاره د ملي ارزونې پروګرام پیل شو

media-moe
Sat, Oct 25 2025 9:16 AM
بیزططزب

د زده‌کوونکو زده‌کړې کچې لپاره د ملي ارزونې پروګرام، د پوهنې وزارت د ستراتیژیک پلان له لومړیتوبونو څخه دی، چې پر بنسټ یې د یاد وزارت د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست د خپل کاري پلان له مخې، د هېواد په ۸ سړو ولایتونو کې د زده‌کوونکو زده‌کړې کچې ارزونې پروګرام پلی کوي.
د دغه ریاست علمي غړي د یاد پروګرام پلي کولو لپاره د کابل، بامیان، سمنګان، هرات، بلخ، بغلان، پنجشېر او غزني ولایتونو ته ګمارل شوي او په دې موده کې به هغوی د ژبې، اسلامي زده‌کړو، ساینس او ​​ریاضي مضمونونو کې د ۱۷۲ بابه رسمي او خصوصي ښوونځيو اړوند د شپږم ټولګي ۳۷۸۴ تنه زده‌کوونکي او د نهم ټولګي ۳۷۸۴ تنه زده‌کوونکي وارزوي.
د پورته ذکر شویو ولایتونو د ښوونځيو د ۱۷۲ تنه مدیرانو او ۶۸۸ تنه زده‌کوونکو سره به د زده‌کړې اغېزمنو عواملو او ننګونو په اړه بحثونه او د نظرونو تبادله هم ترسره شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS