د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
Sat, Oct 25 2025 3:25 PM
سشی\

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، د دعوت او ارشاد مسئولینو د کابل ښار پنځلسمې ناحیې اړوند د ۷ بابه خصوصي تعلیمي مرکزونو له مدیرانو او آمرینو سره وکتل.
 په یادو لیدنو کې د پوهنې وزارت د دعوت اوارشاد ریاست مسئولینو له ټاکل شوي نصاب څخه څارنه وکړه او هغوی ته يې د دعوت اوارشاد د نصاب تدریس په هکله لازمي سپارښتنې وکړې.
همداراز د یاد وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد درسونه په نورمال ډول روان وو.  
په ورته مهال د کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې؛
په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د تعلیمي مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د دعوت اوارشاد درسونو لړۍ روانه وه؛ لکه د پخوا په څېر په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو حال له نږدې وارزول شو او هغوی ته لازمې توصیې وشوې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS