د کندهار زون د محترمو علما‌‌ءکرامو یو ورځنۍ ازموینې په اړه خبرتیا

media-moe
Sun, Oct 26 2025 10:23 AM
شسشش

د لوړو زده کړو وزارت د دیني درجو او تخصصاتو لوی ریاست په پام کې لري، د هغو محترمو علماءکرامو ازموینه چې په کندهار زون کې یې نوم‌لیکنه کړې ده، د شنبې ورځ، په۱۰/۵/۱۴۴۷ نېټه واخلي.
په همدې موخه ټولو هغو محترمو علماءکرامو ته چې د کندهار زون یو ورځنۍ ازموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې ده، خبر ورکول کېږي چې:
غوښتونکي باید د بایومټریک پروسې او د ازموینې نوم‌لیکنې کارت ترلاسه کولو لپاره د چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو کې (۷، ۸ او ۹ جمادي الاول ۱۴۴۷هـ.ق کال) کندهار پوهنتون ته مراجعه وکړئ.
یاده ازموینه به د شنبې په ورځ، (۱۰/۵/۱۴۴۷ (۱۰/۸/۱۴۰۴ نېټه) د سهار په ۸:۳۰ بجو واخیستل شي.

یادونه
له محترمو علماءکرامو څخه غوښتنه کېږي، چې د ازموینې تالار ته د ګرځنده ټلیفونونو او برېښنایي وسایلو له راوړلو څخه په کلکه ډډه وکړئ.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS