په بدخشان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د ۶ درسي خونو جوړول بشپړ شول

media-moe
Tue, Oct 28 2025 10:24 AM
3145

د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې د غیاثیه دیني مدرسې لپاره د ۶ درسي خونو جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د ځايي اوسېدونکو په مرسته د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې وې، اوس‌مهال په بریالیتوب سره بشپړې او د پوهنې چارواکو په حضور کې پرانیستل شوې.
د کشم ولسوالۍ پوهنې آمر د مدرسې له مسئولینو او سیمه‌ییزو خلکو څخه د مننې په څرګندولو سره، دا نوښت د ولس او پوهنې ادارې ترمنځ د همکارۍ یوه روښانه بېلګه وبلله.
د یادونې وړ ده، پورته ذکر شوې مدرسه ۴۰۰ تنه طالبان لري او د نویو درسي ټولګیو په جوړېدو سره یې د درسي خونو د نشتوالي ستونزه یو څه حل شوه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS