د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
Sat, Nov 01 2025 10:35 AM
رزذد

له شنبې۳ /۱۴۴۷/۵ /هجري قمري تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۵/۸هجري قمري، (دلړم میاشتې له۳ مې تر  ۸مې نېټې پورې۱۴۰۴ لمریز کال)

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه،  د دعوت او ارشاد مسئولینو د کابل ښار لسمي او شپاړسمي تعلیمي ناحیو اړوند د ۱۲ بابه خصوصي ښونیزو مرکزونو له مدیرانو او مسئولینو سره وکتل.
د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو  په یادو لیدنو کې د امر بالمعروف د قانون او دعوت او ارشاد له درسي نصاب څخه څارنه وکړه او هغوی ته يې د ددعوت او ارشاد نصاب او د یاد قانون تدریس په هکله لازمي سپارښتنې وکړې.
همداراز د یاد وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته هم د دعوت او ارشاد درسونه په نورمال ډول روان وو.  
په ورته مهال د کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې؛
په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د تعلیمي مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د دعوت اوارشاد درسونو لړۍ روانه وه؛ لکه د پخوا په څېر په مرکزي هسته کې د یو شمېر  ریاستونو د کارکوونکو حال له نږدې وارزول شو او هغوی ته لازمې توصیې وشوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS