په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

media-moe
Sun, Nov 09 2025 11:03 AM
2515

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴ لمریز کال له مالي بودیجې څخه پیل کړې.
یادې پروژې به د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو او د ډنډ، دامان، سپین‌بولدک، ژېړۍ او کښته‌شاولیکوټ ولسوالیو کې عملي شي.
د دغو ترمیماتي چارو موخه، د تعلیمي مرکزونو لپاره د سالم فزیکي چاپېریال رامنځته کول، د ودانیو بیارغونه، د خوندي تعلیمي فضا تأمین او د زده‌کوونکو لپاره د لا ښې زده‌کړې فرصتونه برابرول دي.
د کندهار ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي، د دغو پروژو د پیل په مناسبت وویل:(مونږ د پوهنیز نظام بیا رغونې بهیر ته په بشپړه توګه ژمن یو، د مدارسو او ښوونځيو ودانۍ باید سالمې، خوندي او د زده‌کړې لپاره مناسبې وي، ان‌شاءالله دا لړۍ به نورو سیمو ته هم وغځېږي.)

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS